COVIDSafe Worksite Resources – Pashto – Federal

کوویډ-خوندی د کارځای سرچیني

مونږ ټول پدې کې سره شريک يو

قوانين مراعت  کړئ،  د کارځای  پرانيستی وي او مونږ ټول کار ته دوام ورکوو

خپل مسولیتونه وپیژنئ

  • که تاسو د ناروغۍ احساس کوئ کار ته مه ځئ – معاينه وکړئ او په کور کې پاتې شئ
  • که د کورنۍ غړی مو  کوویډ-۱۹ لري او يا خپل معاينې ته په تمه وي تاسې په کور کې پاتې شئ
  • خپل ماسک په سمه توګه واغوندئ – د کار پر مهال او يا کار ته د راتلو او تلو پر مهال
  • په موټر کې یوځای سفر مه کوئ
  • د غرمې ډوډۍ مه شریکوئ او یوازې په ټاکل شوو ځایونو کې خواړه وخورئ
  • www.dhhs.vic.gov.au/employee-isolation-payment-covid-19 که تاسو معاينه وکړئ، نو حکومت ممکن تاسو ته پیسې درکړي- لاړ شئ
  • د کار سامان مه شریکوئ
  • کار ځای ته ننوتلو او هم خواړو وروسته لاس پاکوونې مايع وکاروئ  
  • خپل د کار ملګرو باندې پام وکړئ، د هغوی ماسک، پاکوالي او روغتیا 
  • د خپل شاوخوا کسانو څخه 1.5 میټره لرې اوسئ

خپل کورنيو – د کار ځای او فاميل ساتنه وکړئ

که په کور کې د کرونا ويروس ولرئ نو هغه د کار ځای ته مه راوړئ

  • کور کې ميلمانه مه راغواړئ، ډير مهمه ده ترڅو کور کې قوانين مراعت کولو سره د ويروس خپريدو مخنيوی وشي
  • که ناروغ ياست نو معاينه وکړئ، ناروغۍ لپاره رخصتي مو واخلئ او کور کې پاتې شئ. دا يو سم کار دې چې تاسې يې ترسره کوئ
  • که تاسې معاينه کوئ نو حکومت تاسو ته کيدای شي پيسې درکړي ترڅو ځان جلا يا بند وساتئ – له
    www.dhhs.vic.gov.au/employee-isolation-payment-covid-19
    ويبپاڼې څخه ليدنه وکړئ
  • هر ځل چې پوزه راکاږئ هغه شميرل کيږي- که د کورنۍ غړي مو زکام ورته نښې لري نو د هغوی معاينه وکړئ
  • داچې تاسې په ټولنه کې هر څه کوئ هغه ډير مهمه ده. غلطې پريکړې مه کوئ او هم هغو ګڼو ګوڼو ځايونو ته مه ځئ چيري چې د خطر کچه لوړه وي.

نورو ته ويروس ليږد سره هغوی مه ناروغه کوئ

اتل هغه دی چې قانون مراعت کړي او ناروغۍ دوران کې کور کې پاتې شي

  • ستاسو له وجې بايد ستاسو د کار ځای د مفتشينو لخوا ونه تړل شي
  • خپل د کار ځای قوانين مراعت کړئ او خپل کارونه خوندي وساتئ
  • ماسک واغوندئ، لاسونه پريمينځئ، له يو بل څخه فاصله غوره کړئ، خپل خواړه يا د کار شيان له نورو سره مه شريکوئ
  • ستاسو اتلي پدې کې ده چې ناروغۍ وخت کې کور کې پاتې شئ او خپل ملګري او کورنۍ غړي مو مه خپه کوئ، که ناروغه ياست کور کې پاتې شئ
  • ستاسو له وجې بايد ستاسو ملګري او کورنۍ غړي ناروغه نشي

مونږ ټول پدې کې سره شريک يو

که قوانين مراعت نه کړئ له تاوان سره مخ کيٍږئ او کار نشئ کولی

ه ستاسو د کار ځای وتړل شي نو هغوی بيلونه نشي ورکولی

  • که تاسې قوانين مراعت کړئ نور کسانو ته به کار وي او ټول به تنخوا ترلاسه کوي
  • که ستاسو د کار ځای وتړل شي هيڅوک تنخوا نشي ترلاسه کولی
  • که تاسې د کرونا ويروس معاينه وکړئ لدې سره خپل کار له لاسه نه ورکوئ
  • تاسې د خطر دا چانس مه اخلئ

مونږ له تاسو ملاتړ کوو

تاسې معاينه وکړئ- حکومت او ستاسو د کار مشر به له تاسو ملاتړ وکړي

  • مونږ تر دې حده رسيدو سره وشو کولی خپل د کار ځای ونه تړو- راځی چې همداسې تکړه و اوسو
  • ماسک واغوندئ، لاسونه پريمينځئ، له يو بل څخه فاصله غوره کړئ، خپل خواړه يا د کار شيان له نورو سره مه شريکوئ
  • که تاسې د ناروغۍ احساس کوی له کاره رخصت واخلئ او معاينه وکړئ
  • که تاسې معاينه وکړئ حکومت کيداشی شي تاسو ته خپل ځان لرې ساتلو يا کور کې بندولو لپاره پيسې درکړي- لدې ويبپاڼې څخه کتنه وکړئ
    www.dhhs.vic.gov.au/employee-isolation-payment-covid-19

د کوويډ-۱۹ خونديتوب له تګلارو خبر اوسئ

کوويډ-۱۹ لکه نورو د کار ځای خونديتوب تدابيرو څخه .دی، قوانينو باندې ځان پوه کړئ او قوانين پلي کړئ

  • د کوويډ-۱۹ نوي قوانين چې اوس پر ځای شوي دا به مونږ لپاره نورمال وي او لدې قوانينو سره به يوزای کار ته ادامه ورکوو
  • خپل د کار ملګرو سره هم مرسته وکړئ ، ځکه کوويډ-۱۹ .خونديتوب د ټولو مسوليت دی
  • .تل مو خپل ماسک له ځانسره ساتئ
  • کوويډ-۱۹ څخه خوندي پاتې کيدل نه يوازې کار ځای کې بلکې په هر ځای کې مهم دی، له کار څخه وتلو وروسته هم .د کوويډ-۱۹ خونديتوب په نظر کي ولرئ
  • کوويډ-۱۹ څخه خوندي پاتې کيدل تاسې په کار کې او .کورنۍ مو په کور کې په خوندي ساتي
  • که تاسې د ناروغۍ احساس کوئ په کور کې پاتې شئ، معاينه وکړئ، کور کې ځان بند کړئ ځکه دا يو سم کار دی .چې تاسې يې ترسره کوئ.
  • د قوانيو پلي کول يقيني کړئ او که چيرې په قوانينو نه .پوهيږئ پوښتنه وکړئ
  • .مونږ ټول پدې کې له يو بل سره شريک يو